ټول ۵۹ بریالي اعلان شوي کاندیدان په درغلۍ تورن دي
سلام خان سلام خان

دتیری خالی په ورځ تر ناوخته د برياليو اعلان شويو کانديدانو يوې ډلې له ولسمشر حامد کرزي سره په دې هيله خپله جدي ليدنه وکړه څو ولسمشر له خپلې پريکړې واړوي او  نوې ملي شورا پرانيزي ، ددغی غونډې يو ګډونوال ورسنیو  ته وويل چې ولسمشر پر خپله پريکړه ټينګ ولاړ وو او غوښتنه يې کوله چې بايد نوې ولسي جرګه د ځانګړې محکمې له پريکړې وروسته د حوت په درېيمه نيټه پرانيستل شي ، خو تر ډيرو اوږدو بحثونو وروسته ولسمشر له خپلې ټينګې پريکړې لږ نرم شوى او د برياليو اعلان شويو کانديدانو سره يې پريکړه کړې ده  چې د ټولو اعلان شويو کانديدانو په استازيتوب نوموړي ته يو داسې سند ورکړل شي چې د درغليو په اړه ځانګړې شوې محکمې چې  هره پريکړه وکړه دوى به يې مني .نو په دې شرط به ولسمشر د روانې اونۍ تر پايه په يوه ورځ نوې ملي شورا پرانيزي د ولسمشر له همدې غوښتنې سره نوموړې ناسته پايته رسيدلې او د غونډې ګډون کوونکو له ولسمشر سره ژمنه کړې چې دغه سند به دوى ډير ژر ولسمشر ته چمتو کوي څو د نوې ولسي جرګې پرانيستلو ته لاره هواره شي .

ولسمشرکرزي پرون د بریالیو اعلان شویو کاندیدانو له پنځه دېرش کسیز پلاوي سره د شپې تر ناوخته پوري په خبرو اترو کې موافقې ته ورسېد چې دی به د چهارشنبې په ورځ نوې ولسي جرګه پرانیزي خو اختصاصي محکمه به د درغلیو په باب کار ته دوام ورکوي

له ولسمشر سره تر لیدنی او کتنی وروسته د ولسي جرګې ټولو بریالیو اعلان شویو کاندیدانو  بالاخره له اختصاصي محکمې سره له مخالفته لاس واخیست او په دې شرط چې ولسمشر به د چهارشنبې په ورځ نوې ولسي جرګه پرانیزي د دې محکمې د کار له دوام سره موافقه وکړه

 ولی د(یکشنبه) په ورځ یوشمېربریالیو کاندیدانو له دې فیصلې سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې عادي محکمې دې جرمي قضیې وڅېړي او ولسي جرګه دې ولسمشرافتتاح کړي.څارنیار عثماني چې ځان یې رسنیو ته د ولسي جرګې موقت مشر ورمعرفي کاوه، وویل :موږ په هیڅ صورت خاصه محکمه نه منو.که چا جرم کړی وي عادي محکمې دې یې تعقیب کړي وروسته له هغه دولسی جرګی دټاکنو په اړه دجوړی شوي اختصاصی محکمی دقانونیت پرسر بریالی اعلان شوي کاندیدان په دو ډلو وویشل شول.

دغه واټن وروسته له هغه پيدا شو، چې ٣٥ برياليو اعلان شوو کانديدانو له ولسمشر حامد کرزي سره وليدل او ولسمشر ورسره ژمنه وکړه، چې د راتلونکې چهار شنبې په ورځ به په دې شرط د ملي شورا دوهمه دوره پرانيزي، چې کانديدان د ټاکنو په اړه د اختصاصي محکمې پرېکړې ومني.

ددغې محکمې د مشروعيت په اړه په پرونۍ غونډه کې ګډونکي بريالي کانديدان، چې شمېر يې نږدې دوه سوه تنو ته رسېده په دوه ليکو کې ودرېدل.

له کابل څخه ولسي جرګې ته کانديد محمد يونس قانوني وويل، چې تېره ورځ يې ولسمشر سره په ليدنه کې دا نه ده منلى، چې اختصاصي محکمه دې د ټاکنو د درغليو په اړه کار وکړي

قانوني زياتوي: (( يواځې ما نه، ټولو د يوې لحظې لپاره هم ځانګړې محکمه نه ده منلې.)) دغو کانديدانو ويل چې اختصاصي محکمه ناقانونه ده او پايلې يې هم ناقانونه دي

خو ځينې نورو بيا دغه شان څرګندونې د هغو درغليو له وېرې وګڼلې، چې ددغو وکيلانو له خوا د ټاکنو پر مهال شوې دي . له هلمند څخه ولسي جرګې ته بريالۍ کاندېده نسيمه نيازۍ وايي: (( هغه وکيلان د محکمې له پرېکړې څخه ويريږي، چې په ځان باور نه لري او درغلي يې کړې ده.))نيازۍ، د ځانګړې محکمې په اړه وويل چې ستره محکمه واک  لري، چې د درغليو د څېړنې په خاطر ځانګړې محکمه جوړه کړي او ددغې محکمې کار قانوني دى ځینو ګڼ شمیر نور وکیلان هم په دی باور دی چی دیادی محکمی جوړیدل داساسی قانون مطابق دی

پرون تر ډيرو اوږدو بحثونو وروسته يو شمېر بريالي کانديدان دې پايلې ته ورسېدل، چې خپل پرونى درې ماده ييز پرېکړه ليک به ولسمشر ته استوي او د پرېکړه ليک په اړه د ولسمشر له تصميم وروسته به خپل غبرګون وښيي

په دغه پرېکړه ليک کې راغلي ، چې د راتلوونکې چهارشنبې په ورځ (سلواغې ٦مه) به ملي شورا د ولسمشر حامدکرزي په ګډون پرانېستل کيږي، د ټاکنوپه اړه جرمي مواردو ته به د افغانستان د اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو په رڼا کې رسيدنه کيږي او درېيمه دا، چې ځانګړې محکمه غيرقانوني ده او په دې برخه کې د هيڅ ډول مداخلې او پرېکړې صلاحيت نه لري،ولی ولسمشر کرزی دبریالیو کاندیدانو له دغه پیشنهاد سره مخالفت وکړ.

تر دیمیستورا مخکې د پارلماني چارو وزیر همایون عزیز د ولسي جرګې بریالیو اعلان شویو استازو ته وویل چې:( کرزی په هیڅ صورت د خاصې محکمې لغوه کېدا نه مني. د ولسمشرفرمان دومره په اسانۍ بېرته نه شي اخیستل کېدای،اوس دا په تاسي پوره اړه لري چې پرېکړه وکړئ) ؟

د ځانګړې یا اختصاصي محکمې ريیس قاضي حقیق وايي چې ۵۹ بریالي اعلان شوي کاندیدان په درغلۍ تورن دي او قضیې یې د دوی ترڅېړنې لاندې دي.ده وویل چې محکمه یې پوره صلاحیت او واک لري چې ټول انتخابات باطل اعلان کړي یا یوشمېرکاندیدان د درغلۍ په تور ناکام کړي.

یوناما پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر کرزي په هغې پریکړې خواشیني څرګنده کړې، چې له مخې یی د نوې ملي شورا پرانستل ځنډول شوي دي ،دغه راز دامریکا او فرانسی دبهرنیو چاروزارتونو هم ټینګار کړی دې چی ژر تر ژره دی دافغانستان ولسی چرګه پرانستله شې 

يو شمير معترض کانديدان د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د يوناما او امريکا وروستى دريځ د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په معنا بولي هغوی ویلی دې چی دیوناما او دامریکا داګام دافغانستان حاکمیت اوسیاسی موسساتو ته سپکاوی دې او دافغانستان ولسمشر دهغوی تر جدی فشار لاندی دی چی باید دخاصی محکمی تر فیصلی وړاندی ملی شورا پرانیستله شې.پاي


January 25th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات